IQNA

 د اردن د دوو محکومو د دودیزو سزاګانو په ځاي د قرآن کریم د حفظ شرط

13:35 - December 17, 2025
د خبر لمبر: 3492172
 ایکنانیوز  د سنټرال له قوله راپور راکړ،  د اردن په پلازمینې امان کې یوې محکمې فیصله کړې چې دوه سرطاني ناروغان د دودیزو سزاګانو په ځاي د مجازات په توګه  د قرآن کریم د حفظ لپاره یوه مرکز ته ولیږل شي.

دې محکمې  په دوو جلاجلا دوسییو  کې لومړی ناروغ  د امنیتی مامورانو په وړاندې دمقاومت په جرم محکوم کړ او دوهم ناروغ هم د ټریفک د پيښې په یوې دوسیې کې محکوم شوی او د مجازاتو په ځاي ددغو دواړو لپاره  د قرآن کریم د حفظ کولو شرط کیښودل شوی دی.

د عمان د اپیل  محکمې قاضي  هردواړه پابند کړي دي چې په ۴۸ ساعتونو کې  او په ورځ کې پنځه ساعتو پورې باید د قرآن کریم سورې حفظ کړي.

همداراز  قاضي  دددغو دوو سرطاني ناروغانو  د سلامتیا د شرائطو په دلیل  فیصله کړې ده چې  په یوې توانمنئ زیاتونکي پروګرام کې نامې ثبت کړي ،د  امان د لودیځ عدالت  سږکال له هماغه پیله په څه د پاسه درې سوه فیصلو کې  د دودیزو سزګانو په ځاي د اجتماعي خدماتو حکم اجرا کړي دي.

دغه نوښتونه د تورنو کسانو  لپاره په تیره بیا د سلامتیا د خاصو شرائطو د لرونکو کسانو  لپاره  د مجازاتود  د اصلاح پال هدف د ساتلو په خاطرد فیصلو  د منفي پایلو دکمولو لپاره  د قضائي څانګو د هڅو یوه برخه شمیرل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4323189

 

captcha